د طالبانو دفاع وزارت وایي چې د دوی هوايي ځواکونو په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې د داعـ . ـش پر ګډو مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي. د خبرپاڼې له مخې، دا بریدونه نن شپه د پشین ولسوالۍ په سرانان او د خیبرپښتونخوا په قمبرخېلو او چترال سیمو کې شوي دي. ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته زیاته کړې چې تر بریدونه وروسته په سرانان سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي. د مالوماتو له مخې، دغه برید د نجونو د یو ښوونځي پر پخوانۍ ودانۍ شوی دی او د وطن دوست، عنایت الله او برات په نومونو درې کسان هم په کې ټپیان دي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفان دوجاریک د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې ګوټرېش له افغانستان او پاکستان څخه غوښتنه کړې، څو خپل اختلافات له ډیپلوماټیکو لارو حل کړي. هغه ټینګار کړی، چې ټولې خواوې باید د نړیوال بشري قانون اصولو ته ژمن پاتې شي او ملکي وګړي او ملکي تاسیسات باید په هر حالت کې خوندي وساتل شي. دوجاریک د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندوی ماموریت (یوناما) د راپور په حواله ویلي، چې د پاکستان هوایي بریدونه په پکتیا، پکتیکا او کونړ کې د ګڼو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې دغه بریدونه د…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د طالبانو دفاع وزارت: پښتونخوا او بلوچستان کې مو د داعـ . ـش پر مرکزونو ډرون بریدونو کړي
Sources
Afghan sources
د طالبانو دفاع وزارت: پښتونخوا او بلوچستان کې مو د داعـ . ـش پر مرکزونو ډرون بریدونو کړي