د طالبانو د بدخشان والي مولوي محمداسماعیل غزنوي وايي، چې که د طالبانو مخالفان د دوی د ادارې او افغانستان د بېثباته کولو هڅه کوي، دا خوبونه به قبر ته ورسره یوسي. محمود سیادت له ایراني رسنیو سره په خبرو کې د ایران، افغانستان او تاجکستان ترمنځ هغه وروستي توافق ته اشاره کړې چې په مشهد کې نهايي شو او ویلي یې دي چې اقبال لاهوري افغانستان د اسیا زړه بللی و او دغه هېواد کولای شي د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د ارتباطي پل په توګه عمل وکړي. هغه زیاته کړې چې د طالبانو حکومت هم په دې وروستیو کې د سړکونو او رېل پټلیو د مواصلاتي شبکو د پراختیا لپاره مثبت ګامونه پورته کړي دي. د نوموړي په وینا، ګاونډیو هېوادونو هم په کراچۍ او بندرعباس بندرونو کې د وروستیو ستونزو له امله په دې برخه کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا او چمتووالی ښودلی دی. سیادت د ترکمنستان له لارې د ترانزیټ په مسیر کې ستونزو ته په اشاره ویلي، چې ایران له ترکمنستان سره د کلونو تعامل پر مهال د پالیسۍ له بدلونونو سره مخ و چې په عملي توګه یې ازبکستان، تاجکستان او قزاقستان ته د ایراني مالونو د ترانزیټ بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. هغه وايي، له همدې امله د افغانستان له لارې د تاجکستان له شیرخان بندر سره د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د طالبانو د بدخشان والي: د اسلامي نظام د ګډوډولو خوبونه به «قبر ته» له ځان سره وړئ
منابع
Afghan sources
د طالبانو د بدخشان والي: د اسلامي نظام د ګډوډولو خوبونه به «قبر ته» له ځان سره وړئ