Kabulافغانستانامنیتدری

د طالبانو د دفاع وزارت چارواکي او د تاجکستان سفیر د سرحدي وضعیت… — AF International

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-20 13:36:10🎙 رادیو را بشنوید

د طالبانو د دفاع وزارت وايي چې ددغه وزارت د نظامي عملیاتو رییس نورالرحمن نصرت په کابل کې د تاجکستان له سفیر سعدي شریفي سره د لیدني پرمهال د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ګډي سرحدي پولي د وضعیت په اړه خبرې کړې دي. سیمه ییزو سرچینو د دوشنبې په ورځ افغانستان اینترنشنل ته وویل چې د نسي، شکي، جرم، شهربزرګ، کشم، ارګو، یفتل او څو نورو ولسوالیو په دولتي پوستونو کې بدلونونه راغلي دي. دا بدلونونه د «سپاهي میهن» په نوم د یوې نوې جوړې شوې ډلې له ناڅاپي برید وروسته رامنځته شول؛ هغه برید چې د جمعې په سهار د دې لامل شو چې د یفتل ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره د طالبانو له کنټرول څخه ووځي. سیمه ییزو سرچینو افغانستان اینترنشنل ته وویل چې د دوشنبې په ورځ د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نوی ولسوال او امنیه قوماندان معرفي کېږي. مولوي قدیر غفوري د یفتل د نوي ولسوال او جهان‌خان نوري د یفتل د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوي دي. په شهربزرګ کې هم بدلونونه راغلي او عبدالوهاب فاروقي د نوي امنیه قوماندان په توګه ګمارل شوی دی.کابل ته د فاتح له لېږدولو وروسته په نسي کې بدلونونهوروسته له هغې چې طالبانو ناراضي قوماندان جمعه‌خان فاتح له نسي څخه کابل ته وغوښت، دې ډلې د نسي ولسوالۍ ولسوال او امنیه قوماندان له دندو ګوښه کړل…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-20 13:36:10

خط زمانی

  1. AF International

    د طالبانو د دفاع وزارت چارواکي او د تاجکستان سفیر د سرحدي وضعیت په اړه غږېدلي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-20 12:38:10

د طالبانو د دفاع وزارت چارواکي او د تاجکستان سفیر د سرحدي وضعیت په اړه غږېدلي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button