د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپوهنې ادارې د هېواد په اتو ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو، تالندې برېښنا، تیزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل کړی او له خلکو یې د احتیاطي تدابیرو غوښتنه کړې ده. د طالب استخباراتو دا اقدام د پخوانیو امنیتي ځواکونو د برخلیک په اړه نوې اندېښنې راولاړوي. د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو له دوو سیمهییزو سرچینو سره د خبرو او د یوه بل ځایي قومي سپینږیري د معلوماتو له مخې، په ننګرهار، لغمان او کونړ کې له قومي مشرانو او ملا امامانو غوښتل شوي چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو نومونه، د اوسېدو ځایونه او اوسني فعالیتونه له طالبانو سره شریک کړي. «د جمهوریت د سرتېرو د نوملړ» غوښتنه د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، چې د امنیتي دلایلو له مخې یې نوم مستعار «حضرتالله» ښودل شوی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې د هغه په سیمه کې د طالبانو استخباراتي کسان جومات ته ورغلي او له خلکو یې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د معلوماتو غوښتنه کړې ده. د نوموړي په وینا، طالبان غواړي د پخوانیو امنیتي ځواکونو په اړه په لنډ وخت کې معلومات راټول او پر هغوی څارنه وکړي، خو نوموړی اندېښنه لري چې د دغو معلوماتو راټولول ښايي د پخوانیو سرتېرو د نیولو یا د هغوی پر وړاندې د نورو اقداماتو لپاره زمینه برابره کړي….
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د طالبانو د هواپوهنې اداره: د هېواد په ۸ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی
منابع
Afghan sources
د طالبانو د هواپوهنې اداره: د هېواد په ۸ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی