د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له بيبيسي سره په ځانګړې مرکه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا، د ډیورنډ کرښې پر سر ستونزو، ټرانزیټ او د پاکستان د هغو ادعاوو په اړه خبرې کړې چې ګواکې د افغانستان خاوره د پاکستان د مخالفو وسلهوالو ډلو لپاره کارول کېږي. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسني وضعیت کې افغانستان ښکیل نه بولي او وايي، « حالت یو طرفه دې حد ته ورسېد، زموږ له طرفه کوم مشکل نه دی پېښ شوی». متقي د پاکستان هغه دریځ ردوي چې ګواکې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د بریدونو له امله اسلاماباد اړ شوی چې له کابل سره سخت چلند غوره کړي. هغه ویلي: « زموږ له طرفه کله هم پر دوی حمله نه ده شوې، زموږ له طرفه لار نه ده بنده شوې، زموږ له طرفه کوم مشکل نه دی ورته ایجاد شوی، حتا زموږ له طرفه د دوی د ټرانزېټ مالونه نه دي بند شوي، که لارې دي هم دوی بندې کړې، که تعرض دی هم دوی کړی دی، که ټرانزېټ دی هم دوی بند کړی دی او که د دنیا په سطحه تر ملل متحده اعتراضونه دي هم دوی کړي دي». متقي وايي، د همدې وضعیت له امله باید له پاکستان څخه وپوښتل شي چې ولې یې د افغانستان په اړه خپل…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د طالبانو د ۲۰۹ الفتح قولاردو مسوولان له ازبکستان سره پر سرحدي مسایلو غږېدلي
سرچینې
Afghan sources
د طالبانو د ۲۰۹ الفتح قولاردو مسوولان له ازبکستان سره پر سرحدي مسایلو غږېدلي