افغانستانامنیتدری

د طالبانو سفیر او د اندونیزیا د کډوالۍ وزیر د افغان قاچاق‌ځپلو پر… — AF International

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-26 23:35:44🎙 رادیو را بشنوید

په جاکارتا کې د طالبانو سفیر سعدالله بلوچ د اندونیزیا د کډوالۍ وزیر یوسریل ایهزا ماهندرا سره په لیدنه کې د هغو افغانانو پر وضعیت خبرې کړې دي چې استرالیا یا اروپايي هېوادونو ته د کاري فرصتونو د ترلاسه کولو په ژمنه د انساني قاچاق کوونکو شبکو په لومه کې لوېدلي دي. د اندونیزیا د کډوالۍ وزیر ویلي، چې حکومت یې غواړي د هغو افغانانو وضعیت وڅېړي چې د انساني قاچاق کوونکو شبکو ښکار شوي دي. هغه زیاته کړې، چې اوس مهال شاوخوا ۱۸ افغانان له دغه هېواده د ایستلو په تمه دي. د هغه په وینا، یو شمېر دغو افغانانو اندونیزیا ته د سیاحتي ویزو له لارې سفر کړی، خو د ویزو د اعتبار له پای ته رسېدو وروسته یې دغه هېواد نه دی پرېښی. نوموړي زیاته کړې، چې دغو کسانو د قانوني استوګنې د اسنادو د نشتوالي له امله د کډوالۍ له ستونزو سره مخ شوي دي. د اندونیزیا د کډوالۍ وزیر ویلي، چې ښايي دغه افغانان افغانستان ته وایستل شي. په ورته وخت کې، طالب سفیر له اندونیزیایي چارواکو غوښتي، چې افغان زندانیان دې د خپلو پاتې بندونو د تېرولو لپاره طالبانو ته وسپاري. اندونیزیا له کلونو راهیسې استرالیا او نورو لوېدیځو هېوادونو ته د افغان کډوالو د تګ له لارو یوه ګڼل کېږي. ډېر افغانان د پناه غوښتنې او درېیم هېواد ته د لېږد په هیله…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-26 23:35:44

خط زمانی

  1. AF International

    د طالبانو سفیر او د اندونیزیا د کډوالۍ وزیر د افغان قاچاق‌ځپلو پر وضعیت غږېدلي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-26 22:31:26

د طالبانو سفیر او د اندونیزیا د کډوالۍ وزیر د افغان قاچاق‌ځپلو پر وضعیت غږېدلي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button