هيبت الله اخندزاده په کندهار کي مېشت دی او په تېرو پنځو کلونو کي یې له همدغه ولایت څخه د فرمانونو په صادرولو سره پر افغانستان واکمني کړې ده. د طالبانو ویاندویانو ویلي دي چي هيبت الله اخندزاده د سې شنبې په ورځ د کابل پوهنتون په یوه غونډه کې وینا کړې ده. د طالبانو رسنیو او نورو رسنیو یوازي د هغه د وینا ږغیز فایل خپور کړی او د نوموړي د حضور هېڅ انځور یا ویډیو نه ده خپره سوې. دا غونډه «د امیرالمؤمنین د فرمانونو د اغېزو د علمي-څېړنيز کنفرانس» تر سرلیک لاندي جوړه سوې وه، او پرون هم د طالبانو یو شمېر لوړپوړو چارواکو پکښې ویناوي کړي وې. د هيبت الله اخندزاده د ږغيزي وینا له مخي، چي د طالبانو حکومت خپره کړې ده، هغه ویلي: «اوس چي اسلام بریالی سوی، اسلامي نظام رامنځته سوی او اسلامي امارت واک په لاس کي لري، مهمه ده چي له خلکو سره مرسته وسي څو د اسلامي امارت حقیقت درک کړي.» هغه زیاته کړې: «د شریعت د احکامو په پلي کولو سره د مسلمانانو ترمنځ یووالی او ورورولي رامنځته کېږي.» هغه همدارنګه پر دیني زده کړو ټینګار کړی او ویلي یې دي: «دیني زده کړې د عصري زده کړو په پرتله ډېرې مهمې دي.» داهم لوستلای سئ: طالبان وايي هغه ښځي چي حجاب نه مراعاتوي «مجرمي» دي هيبت الله اخندزاده…
Quick facts
Timeline
-
Dw
د طالبانو مشر په کابل کي په یوه غونډه کي ګډون وکړ