KabulPoliticsافغانستانپښتو

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د کتاب د اهمیت او د کارکوونکو د عقیدوي… — Bakhtar

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-03 22:42:55🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د اهل سنت والجماعت د عقیدې کتاب تشریح او د وزارت له کارکوونکو څخه د عقیدوي درسونو د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان غونډه؛ نن په کابل کې ترسره شوه. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ د یادې غونډې په پيل کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالسلام اغا سعید، وویل چې د دې غونډې د ترسره کولو موخه؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د اهل سنت والجماعت د عقیدې کتاب د اهمیت تشریح او د دعوت او ارشاد درسونو د اخیستل شوې ازموینې د پایلو اعلانول دي. هغه زیاته کړه چې انسان د اخرت په ستر امتحان کې د کامیابۍ او د الله تعالی (ج) د رضایت د ترلاسه کولو لپاره باید ډېر عبادت وکړي او د اسلامي شریعت مطابق خپل سیرت او صورت برابر کړي.د دعوت او ارشاد رئیس، همدا رنګه پر ټولو کورنیو غږ وکړ چې خپل اولادونه د دیني علومو په جوهر سمبال او د فکري روزنې او عقیدې اصلاح لپاره یې هڅې وکړي او ترڅنګ یې عصري علوم هم پرې زده کړي.وروسته، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیخ شېراحمد حقاني، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د اهل سنت والجماعت د عقیدې کتاب پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: "موږ باید د خپلو رسمي مسئولیتونو ترسره کولو ترڅنګ، د خپلې عقیدې او اعمالو د اصلاح او برابرولو لپاره هم هڅې وکړو." هغه زیاته کړه: "موږ الحمدلله مسلمانان یوو، پر اسلام مبین دین باندې مو ډېر تکلیفونه تېر کړي دي او موږ په دې عقیده یوو چې یوازې د دنیا ژوند نه دی؛ بلکې اخروي او ابدي ژوند هم په مخکې لرو چې هغه ته هم باید کار وکړو او خپل سیرت او صورت د اسلامي شریعت مطابق برابر کړو."د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر همدا رنګه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله له احکامو او فرامینو او د مشرانو د اوامرو پر اطاعت ټینګار وکړ او ویې ویل چې اطاعت په ژوندانه کې د انسان د بریا او پرمختګ ګرځي.دغه راز، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین شیخ عبدالرحمن طیبي، په خپلو خبرو کې وویل: "عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله یوازېنی اسلامي، شرعي او دیني رهبر دی چې موږ او تاسو ته د ایمان او عقیدې ښوونه کوي او دې ته باید په ډېر عزت وکتل شي."هغه په بېلابېلو ادارو کې د یاد کتاب تدریس ګټور او اغېزمن وباله او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې د کتاب منځپانګه په ښه توګه زده کړي او له نورو سره یې شریکه کړي.د آزموینې یو شمېر ګډونوالو هم، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د اهل سنت والجماعت د عقیدې کتاب د تشریح او پر دیني او عقیدتي مسایلو د پوهاوي لپاره، د دعوت او ارشاد ریاست د روزنیزو پروګرامونو جوړول مهم او اغېزناک وبلل او د دوام غوښتنه یې وکړه.هغوی دیني زده کړې، د ټولنې د اصلاح او د ژوندانه تر ټولو مهمه برخه وبلله او ویې ویل چې د دعوت او ارشاد ریاست په روزنیزو دورو کې یې، د دیني او عقیدتي مسایلو په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړي دي.د غونډې په پای کې، د مسئولینو له لوري د ازموینې پر یو شمېر ګډونوالو ډالۍ ووېشل شوې.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-11-03 22:42:55

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د کتاب د اهمیت او د کارکوونکو د عقیدوي درسونو د ازموینې پایلو اعلان په اړه غونډه ترسره شوه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-03 11:02:52

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د کتاب د اهمیت او د کارکوونکو د عقیدوي درسونو د ازموینې پایلو اعلان په اړه غونډه ترسره شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button