Politicsافغانستاندری

د عامه کتابتونونو رئیس د مالیزیا ملي کتابتون له مسئولینو سره وکتل — Bakhtar

در حال تکمیلPolitics1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-23 08:13:09🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم؛ د مالیزیا په کوالالمپور ښار کې د دغه هېواد د ملي کتابتون له مسئولینو سره کتلي دي. په دې کتنه کې د عامه کتابتونونو په برخه کې د لاسته راوړنو، د کلتوري او علمي همکاریو د پراختیا، د کتابتوني خدمتونو په موخه د دواړو هېوادونو د دوامداره اړیکو او د تجربو شریکولو په اړه خبره شوې دي.د مالیزیا د ملي کتابتون رئیس، په دغه هېواد کې د کتابتونونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې هېواد به یې د افغانستان عامه کتابتونونو د پیاوړتیا او د تجربو شریکولو په برخه کې پوره همکاري وکړي.دغه راز د هېواد د عامه کتابتونو رئیس، ویلي چې د کتابتونونو په برخه کې د دواړو هېوادونو د تجربو تبادله او د همکاریو پراختیا؛ د عامه کتابتونونو په برخه کې د مثبت بدلونونو لامل شي.هغه د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د کتابتونونو او کلتوري همکاریو د پراختیا، د افغانستان د عامه کتابتونونو د تجهیز او د کتابونو ډیجیټل کولو په برخه کې د مالیزیا له تجربو څخه د استفادې غوښتنه کړې چې د مالیزیا ملي کتابتون مسئولینو له لوري یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.

اطلاعات کوتاه

موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-23 08:13:09

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د عامه کتابتونونو رئیس د مالیزیا ملي کتابتون له مسئولینو سره وکتل

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-23 06:52:46

د عامه کتابتونونو رئیس د مالیزیا ملي کتابتون له مسئولینو سره وکتل

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button