Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا د وزیر مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ، د دغه وزارت د رهبرۍ بورډ ۲۴مه ناسته ترسره شوې ده. د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د ولسوالیو په کچه د نویو جوړېدونکو عمومي روغتونونو، د یادو روغتونونو لپاره د اړتیا وړ طبي وسایلو او تجهیزاتو برابرولو او په دغو روغتونونو کې د غوره روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د متخصصينو روزنې، د درملو او طبي توکو پر وخت تأمین، د روغتیايي مرکزونو د اړتیاوو تنظیم، د اړتیا وړ درملو او طبي توکو مناسب وېش او برابرولو او د غیر دولتي مؤسسو د فعالیت فیس اخیستلو په اړه خبرې وشوې. د عامې روغتیا وزیر، اړوندو مسئولینو ته د چارو ښه ترسراوي په اړه لازمې سپارښتنې کړې او د شته ستونزو پر حل، د سپارل شویو مسئولیتونو پر ترسره کولو او نیمګړتیاوو ته پر جدي پاملرنې ټینګار کړی دی. هغه لارښوونه کړې چې د وزارت ټول فعالیتونه باید له ستراتیژۍ سره سم عیار او ټولې چارې د ټاکل شویو موخو پر بنسټ؛ په نظم، روڼتيا او مسئولیتپذیرۍ ترسره شي. د عامې روغتیا وزارت معینانو او مرکزي رئیسانو هم د يادو موضوعاتو او فعالیتونو بهیر د ښه والي په اړه خپلې نظريې او وړاندیزونه شریک کړي او ډاډ یې ورکړی چې د خپلو سپارل شویو مسئولیتونو په برخه کې به لازم اقدامات ترسره کړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د عامې روغتيا وزارت د رهبرۍ بورډ ناسته؛ پر يو لړ مهمو موضوعاتو خبرې وشوې
منابع
Afghan sources
د عامې روغتيا وزارت د رهبرۍ بورډ ناسته؛ پر يو لړ مهمو موضوعاتو خبرې وشوې