Healthافغانستاندریهلمند

د عامې روغتيا وزارت له يوې مؤسسې سره د څه باندې پنځه ميليونه… — Bakhtar

در حال تکمیلHealthهلمند1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-21 20:08:11🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت، نن له يوې مؤسسې سره د څه باندې پنځه ميليونه ډالرو په ارزښت د پوليو واکسين تړون لاسليک کړی دی. د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "د عامې روغتیا وزارت له لوري په روزګان او هلمند کې د خوراکي پوليو واکسين (او‌پي‌وي) او واکسيناسيون پروګرام د پياوړتيا په موخه له «اې‌اې‌اچ» مؤسسې سره د ۵ ميليونه ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو." د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ ياد تړون د روغتيايي خدمتونو د کيفيت لوړولو، د لاسرسي زياتولو او د خلکو روغتيايي ستونزو د راکمولو په موخه د یوه کال لپاره لاسليک شوی چې له مخې به یې د ۵۰ روغتيايي مرکزونو له لارې د یادو ولایتونو ۴۸۷ زره ۱۶۶ اوسېدونکي د خوراکي پوليو واکسين له خدمتونو څخه برخمن او ۴۲۲ تنو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي. د «اې‌اې‌اچ» مؤسسې استازو ژمنه کړې چې ياده پروژه به په ټاکلې موده او ټاکل شويو معيارونو سره پلې کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.

اطلاعات کوتاه

مکانهلمند
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-21 20:08:11

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د عامې روغتيا وزارت له يوې مؤسسې سره د څه باندې پنځه ميليونه ډالرو په ارزښت تړون لاسليک کړ

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-21 15:36:50

د عامې روغتيا وزارت له يوې مؤسسې سره د څه باندې پنځه ميليونه ډالرو په ارزښت تړون لاسليک کړ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button