HealthKabulافغانستاندری

د عامې روغتيا وزارت له يوې مؤسسې سره د څه باندې یو ميليون… — Bakhtar

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-30 00:37:41🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت، له يوې مؤسسې سره د څه باندې یو ميليون ډالرو په ارزښت د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې مدغمو روغتيايي خدمتونو ته د مور او ماشوم د لاسرسي زیاتوالي تړون لاسليک کړی دی. د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "د عامې روغتیا وزارت له لوري په بدخشان، بادغيس، غزني، هلمند، کابل، لوګر، وردګ، ننګرهار، پکتيا، پنجشېر، سرپل، تخار، ارزګان او زابل کې؛ مدغمو روغتيايي خدمتونو ته د مور او ماشوم د لاسرسي زیاتوالي په موخه له "هېواد" مؤسسې سره د یو میلیون ۲۲ زره ۵۰۵ ډالرو په ارزښت؛ هوکړه لیک لاسليک شو." د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ یاد هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، د لاسرسي زياتوالي او د خلکو د روغتيايي ستونزو راکمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شوی چې له مخې به یې د رواني ټولنیزو خدمتونو ۳۵ روغتيايي مرکزونو له لارې د یادو ولایتونو ۱۱۱ زره ۸۹۴ اوسېدونکي له روغتیايي خدمتونو برخمن او ۲۰۴ تنو ته په روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي. دغه راز د «HEWAD» مؤسسې استازو ژمنه کړې چې ياده پروژه به په ټاکلې موده او ټاکل شويو معيارونو سره پلې کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-30 00:37:41

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د عامې روغتيا وزارت له يوې مؤسسې سره د څه باندې یو ميليون ډالرو په ارزښت تړون لاسليک کړ

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-29 13:24:55

د عامې روغتيا وزارت له يوې مؤسسې سره د څه باندې یو ميليون ډالرو په ارزښت تړون لاسليک کړ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button