Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت، له يوې مؤسسې سره د څه باندې ۱۸ ميليونه ۵۷۷ زره افغانیو په ارزښت؛ کابل کې له روږديتوب څخه د روږدو کسانو د ژغورنې په موخه هوکړهليک لاسليک کړی دی. د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل کې له اعتیاد څخه د روږدو خلاصون په موخه له «اماسډي» مؤسسې سره د ۲۸۸ زره ۳۱ ډالرو په ارزښت هوکړهلیک لاسليک شو." د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ ياد هوکړهلیک د روغتيايي خدمتونو د کيفيت لوړولو، د لاسرسي زياتوالي او د خلکو روغتيايي ستونزو د راکمولو په موخه د دوو کلونو لپاره لاسليک شوی چې له مخې به یې د روږدو کسانو درملنې یو روغتيايي مرکز له لارې د کابل ولايت ۷۰ اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او ۱۴ کسانو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي. دغه راز د «اماسډي» مؤسسې استازو ژمنه کړې چې ياده پروژه به په ټاکلې موده او ټاکل شويو معيارونو سره پلې کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د عامې روغتيا وزارت له يوې مؤسسې سره د څه باندې ۱۸.۵ ميليونه افغانيو په ارزښت هوکړه ليک لاسليک کړ
Sources
Afghan sources
د عامې روغتيا وزارت له يوې مؤسسې سره د څه باندې ۱۸.۵ ميليونه افغانيو په ارزښت هوکړه ليک لاسليک کړ