HealthKabulافغانستاندری

د عامې روغتيا وزارت څه باندې ۵۰۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول — Bakhtar

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-13 03:17:09🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت، د هېواد په کچه څه باندې ۵۰۰۰ مسلکي، تخصصي، اداري او د نظارت خالي بستونه ازادې سیالۍ ته وسپارل. د باختر اطلاعاتي آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو معين قاري عبدالولي صديقي؛ نن په کابل کې رسنیو ته وویل: "د عامې روغتیا وزارت هڅه، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والی دی او د دې لپاره د وړ او مسلکي اشخاصو ګومارنه زموږ له لومړیتوبونو څخه ده. دا چې د عامې ورغتیا وزارت د ۱۴۰۵ لمریز کال په تشکیل کې یوڅه زیاتوالی راغلی دی او د خدمتونو د لا ښه والي لپاره هڅې پیل شوې دي؛ نو اړینه مو وګڼله چې دا بستونه ټول اعلان او د ازاد رقابت له لارې ورته وړ او مسلکي ځوانان استخدام شي. په همدې اساس سږ کال د نوي تشکیل له مخې، د عامې روغتیا وزارت اړوند مرکزي، ولایتي او د نویو رامنځته شویو مسلکي خالي بستونو خبرتیا؛ نن له هېوادوالو سره شریک کېږي او په دې سره به ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي."هغه ډاډ ورکړ چې په یادو بستونو کې د ګومارنې پروسه به د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې په همغږۍ؛ په شفاف ډول ترسره او د ازادې سیالۍ له لارې او هر ډول توپیر پرته به وړ او مسلکي کسان پکې وګومارل شي.د مالي او اداري چارو معين د معلوماتو له مخې؛ په یادو څه باندې ۵۰۰۰ خالي بستونو کې د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د «HIMS» چې د ارقامو په برخه کې کار کوي او د نظارت او اداري بستونه، ۱۸۰۰ ولايتي مسلکي او تخصصي بستونه، د مرکز تخصصي روغتونونو لپاره ۲۴۰ او په کابل کې د الشفاء روغتون لپاره ۱۸۰۰ بستونه شامل دي.د یادونې وړ ده چې په شرايطو برابر کسان کولای شي د خپلو رشتو مطابق اعلان شويو بستونو په اړه معلومات؛ د jobs.af او همدا رنګه د عامې روغتيا وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې په وېب‌پاڼو کې ترلاسه کړي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-13 03:17:09

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د عامې روغتيا وزارت څه باندې ۵۰۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-12 09:49:02

د عامې روغتيا وزارت څه باندې ۵۰۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button