EnglishHealthKabulافغانستان

د عامې روغتیا وزارت: د انټي‌بیوټیکونو له خپل‌سري استعماله ډډه وکړئ — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-10 06:28:43🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۵): په داسې حال کې چې د کابل یو شمېر اوسېدونکي د تنفسي ناروغیو له خپرېدو شکایت کوي، د عامې روغتیا وزارت وايي، انټي‌بیوټیکونه د زکام په درملنه کې اغېزناک نه دي او خپل‌سری استعمال یې د میکروبونو پر وړاندې د مقاومت زیاتېدو او په راتلونکي کې د ځینو انتاني ناروغیو د درملنې ستونزمنېدو لامل کېدای شي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې د کابل یو شمېر اوسېدونکو د زکام او رېزش په څېر پر ناروغیو له اخته کېدو خبر ورکړی او اټکل یې کړی چې ښايي دغه موارد د کوویډ-۱۹ د نوې او خفیفې څپې اړوند وي؛ خو روغتیايي سرچینو دغه ادعا تایید کړې نه ده. د رېزش او ستوني درد پر ناروغیو د اخته کسانو څرګندونې د کابل ښار د خوشحال‌خان ساحې اوسېدونکې نجیبې کاکړ پژواک ته وویل چې شاوخوا ۲۰ ورځې کېږي د کورنۍ غړي یې یو په بل پسې پر تنفسي ناروغۍ اخته کېږي. هغې زیاته کړه: «شاوخوا ۲۰ ورځې کېږي چې زموږ د کورنۍ ټول غړي یو په بل پسې پر رېزش او ستوني په درد اخته کېږي؛ یو مو چې ښه شي، بل پرې اخته شي.» کاکړ دغه وضعیت اندېښمنوونکی وباله او ویې ویل چې د یوې مور په توګه ورته دا ډېره سخته ده چې هره ورځ یې د کورنۍ یو غړی پر دې…

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-09-10 06:28:43

Timeline

  1. Pajhwok

    د عامې روغتیا وزارت: د انټي‌بیوټیکونو له خپل‌سري استعماله ډډه وکړئ

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-10 10:57:51

د عامې روغتیا وزارت: د انټي‌بیوټیکونو له خپل‌سري استعماله ډډه وکړئ

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button