HealthKabulافغانستانپښتو

د عامې روغتیا وزارت معین د برچي له ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه… — Bakhtar

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-02 12:29:39🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معین مولوي عبدالولي حقاني؛ په کابل کې د برچي له ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه کړې ده. د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معین؛ د یاد روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د ناروغانو د درملنې وضعیت، د درملو او طبي تجهیزاتو موجودیت، د روغتون د کاري چارو، د روغتیايي کارکوونکو د شتون، حاضرۍ او دندو د اجرااتو ارزونه یې ترسره کړه.هغه ټینګار کړی، چې روغتیايي خدمتونه باید د مسلکي معیارونو په پام کې نیولو سره وړاندې شي.مولوي حقاني همدا رنګه روغتیايي کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې کړې چې ناروغانو ته دې روغتیايي خدمتونه په غوره کیفیت، مسلکي اصولو او اسلامي اخلاقو وړاندې او له ناروغانو سره ښه چلند وکړي او خپلې دندې په بشپړ صداقت، امانتدارۍ او مسوولیت ترسره کړي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-07-02 12:29:39

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د عامې روغتیا وزارت معین د برچي له ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-02 06:35:41

د عامې روغتیا وزارت معین د برچي له ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button