Healthافغانستانپښتو

د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي له مرستيال سره… — Bakhtar

روان خبرHealth1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-11 18:27:09🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي، د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د سرمنشي له مرستیال سفیر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره کتلي دي. د عامې روغتيا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د افغانستان له روغتیايي سيسټم سره د دوامدارې همکارۍ، د ساري ناروغیو مخنیوي او په راتلونکي کې د روغتیا په برخه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او همکاریو پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې. د عامې روغتیا وزیر په هېواد کې د ولسوالیو په کچه روغتونونو ته د اړینو تجهیزاتو برابرولو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پروګرامونو او په روغتیایي برخه کې د اسلامي هېوادونو له حکومتونو سره د هوکړه‌ لیکونو لپاره د زمینې برابرولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره شریک کړي دي. هغه دغه راز د سرطاني ناروغیو د درملنې روغتون او قلبي څانګې لپاره د اړینو تجهیزاتو برابرولو، د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د عملياتونو او په دې برخه کې د مالي ملاتړ په اړه د یاد سازمان له پلاوي سره خبرې کړې دي. د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي هم په یادو برخو کې د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړی او ويلي يې دي چې دغه سازمان هڅه کوي په يادو برخو کې هر اړخیزې همکارۍ او همغږۍ ته کار وشي.

لنډ معلومات

موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-10-11 18:27:09

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د عامې روغتیا وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال سره وکتل

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-11 15:21:39

د عامې روغتیا وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال سره وکتل

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button