KabulPoliticsافغانستاندری

د عدلیې وزیر: د مرستو د وېش پر مهال دې د اړمنو له… — Pajhwok

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-11 06:37:06🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۵): د عدلیې وزیر ویلي چې خیریه بنسټونه دې د مرسته‌کوونکو او اړمنو ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي، د خلکو له بې‌وزلۍ دې ناوړه ګټه نه خلي او د مرستو د وېش پر مهال دې د اړمنو له انځور او ویډیو اخیستو ډډه وکړي. د عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي تېره ورځ د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د فعالو خیریه بنسټونو له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته کې خبرې کړې دي. شرعي ویلي چې خیریه بنسټونه باید مرستې له مرسته‌کوونکو څخه واخلي او اړمنو کسانو ته یې ورسوي او د خلکو له بې‌وزلۍ په ناوړه ګټې اخیستنې سوداګري ونه کړي. نوموړي د مرستو د وېش پر مهال د اړمنو کسانو له عکاسۍ او ویډیو اخیستو هم د ډډې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دغه کار د هغوی د تحقیر او عزت ته د زیان رسېدو لامل کېږي. سرچینې زیاته کړې، شرعي د خیریه بنسټونو لپاره د یوې سراسري اتحادیې جوړول هم اړین بللي او د هغې د جوړولو لپاره یې د عملي اقداماتو غوښتنه کړې ده. په دې ناسته کې د خیریه بنسټونو مسوولینو د مالیاتو، ګمرکونو او ځینو پېچلو اداري پروسو په اړه خپلې ستونزې شریکې کړې او د عدلیې وزارت له لوري یې د حل ډاډ ورکړل شوی دی.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-11 06:37:06

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د عدلیې وزیر: د مرستو د وېش پر مهال دې د اړمنو له انځور او ویډیو اخیستو ډډه وشي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-11 10:55:03

د عدلیې وزیر: د مرستو د وېش پر مهال دې د اړمنو له انځور او ویډیو اخیستو ډډه وشي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button