Summary: د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز په نوښت، د 'نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې' تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس نن په کابل کې ترسره شو. باختر اطلاعاتي اژانس ته د افغانستان علومو اکاډمۍ د معلوماتو له مخې؛ د کنفرانس په پیل کې د علومو اکاډمۍ د طبیعي – تخنیکي علومو مرستیال مفتي امیرجان ثاقب، ویلي دي: "نړیوالتوب دا معنی نه ده چې نړۍ هرڅه کوي نو مسلمان دې د هغه تابعداري وکړي او په هغه لاره دې ځي، بلکې نړیوالتوب به د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د منلو وړ وي. ځکه په یوه کلي کې څو کورونه ژوند کوي او په یو داسې کار باندې پرېکړه وکړي چې هغه یو کور ته په پوره توګه زیان رسوونکی وي، نو دا کار به یې د منلو وړ نه وي."وروسته، د کنفرانس اړوند د اطلاعاتو او کلتور وزارت پیغام لوستل شوی چې په يوه برخه کې يې داسې راغلي دي: "موږ باور لرو چې که له نړیوالتوب څخه د اسلام د شمولیت او کاملیت د تطبیق استفاده وشي او د الله تعالی پیغام ټول بشریت ته ورسول شي او د عملي کولو هڅې یې وشي، دا به د بشریت د نجات، پرمختګ او په ټوله نړۍ کې د عدالت تامینولو یو تر ټولو غوره فرصت وي او که نړیوالتوب د کلتوري یرغل، رسنیزو تبلیغاتو، ناسمو معلوماتو، اخلاقي انحراف، د پردیو ارزښتونو د ترویج او د اسلامي او ملي هویت د کمزوري کولو وسیله وګرځول شي؛ دا بیا د بشریت د تباهۍ او انساني ټولنې او ارزښتونو له منځه وړلو پرته بله پایله نه لري."دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزير نور الدین عزیزي په خپلو خبرو کې ویلي دي: "زموږ اسلام نړیوال دی او د اسلام هره برنامه نړیواله ده او په نړۍ کې په بېلابېلو برخو کې چې کوم نوښتونه راځي؛ موږ هم ورته اړتیا لرو. خو موږ یې باید د اسلامي اصولو په چوکاټ کې برابر کړو."دغه راز د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف په خپله وینا کې ويلي چې نړۍ د یوه کوچني کلي په څېړ جوړه شوې ده او نن نړیوالتوب د ټولو پر وړاندې د یو دوه لارې په څېر دی چې، یا به له اقتصادي پرمختګ څخه ګټه پورته کېږي او یا به له اقتصادي کمزورتیا سره مخ کېږي.د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو مرستیال مفتي ابو سعید راشد هم د نړیوالتوب ګټې او زيانونو تر عنوان لاندې خپله مقاله وړاندې کړې چې پکې راغلي دي: "د عثماني خلافت له نړېدو وروسته د نړیوالتوب یا (Globalization) مفکوره په غرب کې راپیدا شوه، هدف یې دا و چې د اسلامي نړۍ او مسلمانانو پرمختګ او پر ټوله نړۍ باندې د دوی حاکمیت پکې مطالعه کړي، دا هغه وخت و چې مسلمانانو په ټوله نړۍ باندې د حاکمیت او پرمختګ پلانونه درلودل او په عین حال کې په نړۍ مسلمانان حاکمان وو. نو په همدې اساس هغه مفکوره چې په مسلمانانو کې یې وجود درلود؛ همغه مفکوره یې د ځان لپاره نمونه وګرځوله او په دې فکر کې شول چې څنګه مسلمانانو په سلګونو کلونو پر نړۍ حکومت وکړ او په کوم بنیاد یې وکړ. نو په همدې اساس د جهاد، قربانۍ، مبارزې، مقاومت او دفاع په څېر اسلامي ارزښتونه د معاصرو دسیسو او فکري یرغلونو اصلي اهداف ګرځېدلي دي. د نړیوالتوب تر عنوان لاندې یو داسې نړیوال نظام رامنځته شوی چې له سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، علمي او کلتوري لارو د اسلامي نړۍ پر ارزښتونو اغېز کوي."د دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیف الله حکیمي ويلي دي: "اوس چې نړیوالتوب افغانستان ته راغلی؛ باید سالمه استفاده ترې وشي او له عصري ټکنالوژۍ څخه ګټه واخستل شي او په موږ کې د دې پیاوړتیا شته چې ترې ګټه واخلو، موږ نړۍ ته دا ثابته کړې چې موږ پر نړیوالتوب پوهېږو او هم په پرمختک باندې پوهېږو."په پای کې، د کنفرانس په اړه ۸ مادهييز د پرېکړه لیک ګډونوالو ته لوستل شوی چې پکې د نړيوالتوب پر ښې ګټې اخیستنې ټينګار شوی دی.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د علومو اکاډمۍ 'نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې' تر عنوان لاندې علمي – څېړنيز کنفرانس ترسره کړ
منابع
Afghan sources
د علومو اکاډمۍ 'نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې' تر عنوان لاندې علمي – څېړنيز کنفرانس ترسره کړ