EnglishKabulافغانستانامنیت

د عمان یو ډیپلوماټیک پلاوی د هرمز تنګي په اړه د خبرو لپاره… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-25 04:42:23🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د عمان یو ډیپلوماټیک پلاوی د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د تنظیم لپاره د مناسبو لارو چارو په اړه د خبرو په موخه د ایران پلازمېنې تهران ته تللی دی. د ایران ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې تهران پرون (جمعه) د عمان د دغه ډیپلوماټیک پلاوي کوربه و. په راپور کې راغلي چې دغه عماني پلاوی د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د تنظیم لپاره د مناسبو لارو چارو په موخه د ایران او عمان د سلا مشورو په لړ کې تهران ته تللی دی. راپور کې نه دي ویل شوي چې په دغه پلاوي کې د عمان کوم چارواکي شامل دي. د یادونې ده، د ایرنا د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي او د هغه عماني سیال سید بدر البوسعیدي پرون ماښام په ټیلېفوني خبرو کې د سیمې د وروستیو تحولاتو، د سمندري تګ راتګ د امنیت او د هرمز تنګي او فارس خلیج له لارې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ په اړه خبرې کړې وې. دواړو لورو د بېړیو د تګ راتګ د امنیت ساتلو پر اهمیت ټینګار کړی او د کړکېچ د زیاتېدو د مخنیوي او په سیمه کې د سولې، ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره یې د سیمه‌ییزو همکاریو…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-25 04:42:23

Timeline

  1. Pajhwok

    د عمان یو ډیپلوماټیک پلاوی د هرمز تنګي په اړه د خبرو لپاره تهران ته تللی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-25 09:10:22

د عمان یو ډیپلوماټیک پلاوی د هرمز تنګي په اړه د خبرو لپاره تهران ته تللی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button