د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او تحریک انصاف کونډ د بنسټګر عمران خان خور، علیمه خان په لاهور کې د عامه نظم د ساتنې قانون ( ۳ اېم پي او) له مخې پولیسو نیولې ده. د لاهور مرستیال کمېشنر د ۳۰ ورځو لپاره علیمه خان د نظر بندې ساتلو حکم صادر کړی دی. د کوټې د سبزۍ منډۍ سوداګر عبدالله افغانستان انټرنیشنل-پښتو ته وویل، افغان پیاز د توبه اڅکزۍ، توبه کاکړۍ او ګردي ځنګل له لارو کوټې ته راوړل کېږي او له دې ځایه د پاکستان نورو منډیو ته لېږدول کېږي. د عبدالله په وینا، د افغان پیازو په راتګ سره د کوټې په بازار کې د پیازو بیې راټیټې شوې دي. عبدالله وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اصلي سوداګریزو لارو بندېدو د دواړو خواوو کاروباریانو ته ستونزې جوړې کړې او د سبزیو پر سوداګرۍ یې منفي اغېز کړی دی. نوموړی زیاتوي چې د سوداګریزو لارو تړلو نه یوازې د پیازو کاروبار اغېزمن کړی، بلکې د تازه مېوو او نورو سبزیجاتو سوداګر هم ورسره له ستونزو سره مخ شوي دي. د عبدالله په خبره، د پاکستان او طالبانو د اوسني سیاست له امله د دواړو خواوو سوداګر او کروندګر زیان ویني. هغه وايي، پخوا به سوداګرو د مالیې په ورکولو سره له افغانستانه پیاز پاکستان ته صادرول او له لږ ځنډ وروسته به یې توکي منډیو ته…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د عمران خان خور علیمه خان په لاهور کې د پولیسو له لوري نیول شوی ده
منابع
Afghan sources
د عمران خان خور علیمه خان په لاهور کې د پولیسو له لوري نیول شوی ده