د طالبانو د روغتیا د پنځه کلن ستراتیژیک پلان له معرفي کولو سره هممهاله، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي وویل، د هېواد د روغتیایي نظام پرمختګ یوازې د روغتونونو او درملنیزو مرکزونو په جوړولو نه کېږي، بلکې د زدهکړو، تغذیې او ټولنیزو ملاتړونو په څېر برخو کې پانګونې ته اړتیا لري. په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي، ادوین سنیزا سالوادور د سې شنبې په ورځ د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د پنځه کلنې ستراتیژۍ د پېژندنې په غونډه کې وویل، روغتیا یوازې په روغتونونو او روغتیایي مرکزونو پورې محدوده نه ده. نوموړي زیاته کړه: «روغتیا د زدهکړو، تغذیې، پاکو اوبو، معیشت او ټولنیز ملاتړ تر اغېز لاندې ده؛ له همدې امله دا ستراتیژي د بېلابېلو وزارتونو ترمنځ پر همکارۍ او له روغتیایي برخې هاخوا پر پراخ ګډون ټینګار کوي.» په ورته وخت کې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي وویل، دا ستراتیژي د روغتیایي شاخصونو د ښه کولو، د ژوند د هیلو کچې د لوړولو او د ميندو او ماشومانو د مړینې کچې د راټیټولو په موخه تدوین شوې ده. جلالي زیاته کړه، د دې ستراتیژۍ په پلي کېدو سره به روغتیایي شاخصونه په پام وړ توګه ښه شي او د میندو او ماشومانو مړینه به کمه شي. نوموړي همدا راز وویل، طالبان هڅه کوي له غیردولتي موسسو څخه د افغانستان…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Amu TV
د روغتیا نړیوال سازمان استازی: د افغانستان د روغتیایي نظام د ښه والي کیلي زدهکړې دي | آمو ټلویزیون
منابع
Afghan sources
د روغتیا نړیوال سازمان استازی: د افغانستان د روغتیایي نظام د ښه والي کیلي زدهکړې دي | آمو ټلویزیون