غزنيښار (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۵): د غزني د جاغوري ولسوالۍ د سنګماشې په بازار کې د اورلګېدنې له امله یو ۱۰ کلن ماشوم مړ شوی او څو غرفې سوځېدلې دي. د غزني د امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر وايي چې اورلګېدنه تېره ورځ د جاغوري ولسوالۍ د سنګماشې په بازار کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو په غرفو کې لګېدلی و. د سرچینې په خبره، په دې پېښه کې یو ۱۰ کلن ماشوم چې مهدی نومېده، مړ شوی او د شپږو کسانو دوکانونو ته مالي زیان اوښتی دی. د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په سوځېدلو غرفو کې ډېزل، پټرول، ګاز، خوراکي او نور غیرخوراکي توکي موجود وو او د اوښتي مالي زیان کچه شاوخوا ۱۳۰ زره افغانۍ اټکل شوې ده. د سرچینې په خبره، د لومړنیو معلوماتو له مخې، د پېښې لامل بېاحتیاطي بلل شوې، خو د پېښې د څرنګوالي او اصلي لامل معلومولو په اړه څېړنې روانې دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د غزني په جاغوري کې اورلګېدنه؛ يو ماشوم مړ شوی او څو غرفې سوځېدلې دي
سرچینې
Afghan sources
د غزني په جاغوري کې اورلګېدنه؛ يو ماشوم مړ شوی او څو غرفې سوځېدلې دي