افغانستانامنیتدریهرات

د غزني په جاغوري کې د خلکو له خوا یوه ښوونځي ته عصري… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityهرات1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-15 04:55:10🎙 رادیو را بشنوید

غزني‌ښار (پژواک) – د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د سیمې د اوسېدونکو او بهرمېشتو افغانانو په مالي ملاتړ د «چهل‌باغتوی پشي» ښوونځي ته درې‌پوړیزه ودانۍ جوړه او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه. د غزني د پوهنې رییس مولوي میر نصیراحمد حسيني په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د دغه ښوونځي د ودانۍ په جوړولو کې د سیمې د اوسېدونکو او بهرمېشتو افغانانو هڅې او مالي ملاتړ وستایه او ویې ویل چې د پوهنې وده او زده‌کوونکو ته د مناسب ښوونیز چاپېریال برابرول د ټولنې ګډ مسوولیت دی. نوموړي د پوهنې برخه کې د ولسي همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ او د دې ډول پروژو پلي کول یې د ښوونیز نظام د پیاوړتیا لپاره مهم وبلل. په یادو مراسمو کې د اقتصاد وزارت د اقتصادي چارو معین ډاکټر عبداللطیف نظري وویل چې په هېواد کې د امنیت د ټینګښت له امله د بېلابېلو پرمختیايي پروژو پلي کېدو زمینه برابره شوې ده. هغه د هېواد اقتصادي وضعیت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د نړۍوالو محدودیتونو او تحریمونو له شتون سره سره، افغانۍ د پام وړ ثبات ساتلی دی. نظري زیاته کړه چې په هېواد کې د قوش‌تېپې کانال، واخان دهلېز، ټاپي، کاسا-۱۰۰۰، لاجوردو لار، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ او افغان ټرانس په څېر سترې پروژې روانې دي چې د ده په وینا، د افغانستان او سیمې…

اطلاعات کوتاه

مکانهرات
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-15 04:55:10

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د غزني په جاغوري کې د خلکو له خوا یوه ښوونځي ته عصري او معیاري ودانۍ جوړه شوه

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-15 09:23:33

د غزني په جاغوري کې د خلکو له خوا یوه ښوونځي ته عصري او معیاري ودانۍ جوړه شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button