EnglishPoliticsافغانستانبلخ

د غزني په خواجه‌عمري کې د «خاکسرک» په نوم افت د الوبخارا باغونو… — Pajhwok

DevelopingPoliticsبلخ1 SourcesUpdated: 2026-07-22 06:47:44🎙 Listen to radio

غزني‌ښار (پژواک، ۳۱ سرطان ۱۴۰۵): د غزني د خواجه‌عمري ولسوالۍ یو شمېر بڼوال وايي، د الوبخارا باغونو کې یې د «خاکسرک» په نوم ناروغي خپره شوې چې له امله یې حاصلاتو ته زیان اوښتی او غوښتنه کوي چې حکومت او مرستندوی بنسټونه دې د دې ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته ورسره وکړي. د خواجه‌عمري ولسوالۍ د قلعه‌نو کلي بڼوال حاجي امید پژواک ته وویل، د ده د بڼ شاوخوا ۶۰ سلنه ونې دغه افت زیانمنې کړې دي. هغه زیاته کړه، خاکسرک داسې یوه ناروغي ده چې په ونو کې مېوه له پخېدو مخکې وچوي او له منځه یې وړي؛ داسې یو افت دی چې ده مخکې نه و لیدلی. د همدې ولسوالۍ د ګنبت سیمې بل بڼوال صدر هم وايي، سږ کال د الوبخارا پر ونو افت لګېدلی او د مېوو ډېره برخه یې خرابه شوې ده. هغه وویل، تېر کال یې حاصلاتو ته بارانونو او ږلۍ زیان اړولی و او سږ کال بیا یادې ناروغۍ د بڼوالو ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي. نوموړي زیاته کړه چې دغه افت د ولسوالۍ په نورو سیمو کې هم پیدا شوی دی. دغه‌راز یو شمېر نور بڼوال هم دغه ناروغي تاییدوي او له حکومت او مرستندویو بنسټونو غوښتنه کوي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي او کروندګرو ته د لازمې تخنیکي مشورې برخو عملي ګامونه واخلي. بلخوا، د غزني د کرنې، اوبولګولو…

Quick facts

Locationبلخ
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-07-22 06:47:44

Timeline

  1. Pajhwok

    د غزني په خواجه‌عمري کې د «خاکسرک» په نوم افت د الوبخارا باغونو حاصلات زیانمن کړي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-22 11:16:42

د غزني په خواجه‌عمري کې د «خاکسرک» په نوم افت د الوبخارا باغونو حاصلات زیانمن کړي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button