غزنيښار (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۵): د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د حسن سیمې اوسېدونکي او د ترنک رود لارې موټرچلوونکي وایي، د وروستیو سېلابونو له امله د غازیخېل پله نړېدو زرګونه خلک له ستونزو سره مخ کړي او له حکومته غواړي چې د راتلونکي ژمي له رارسېدو مخکې یې بیاورغوي. د حسن سیمې اوسېدونکي محمدکشمیر پژواک ته وویل، غازیخېل پل له کلونو راهیسې د سیمې د خلکو د تګ راتګ مهمه لاره وه، خو وروستیو سېلابونو په بشپړه توګه ویجاړ کړی دی. هغه وویل: «د دې پل له لارې د کښته ګیلان شاوخوا ۸۰ کلي چې زرګونه کورنۍ ژوند پکې کوي، تګ راتګ کوي. سربېره پر دې، د غزني د ناوې ولسوالۍ، د پکتیکا د ډیلې او وازېخوا ولسوالیو او د زابل د نوبهار او شملزو ولسوالیو خلک هم تر ډېره له همدې لارې استفاده کوي.» د نوموړي په خبره، که د ژمي له رارسېدو مخکې پل ونه رغول شي، د یادو سیمو اوسېدونکي به له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي. د سیمې یو بل اوسېدونکي محمدحنیف وویل، د پل نشتوالي د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن کړی او د سېلابونو پر مهال خلک ساعتونه د رود دواړو غاړو ته انتظار باسي. هغه زیاته کړه: «کله چې سېلابي اوبه راشي، خلک په ساعتونو انتظار کوي او کله ناکله مسافر اړ کېږي شپه هم همدلته تېره کړي. ناروغان هم پر…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د غزني په ګیلان کې د غازیخېل پل نړېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي
منابع
Afghan sources
د غزني په ګیلان کې د غازیخېل پل نړېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي