EnglishHealthافغانستانغزني

د غزني ګیرو ولسوالۍ ته غځېدلې لارې خرابوالي خلک له ګڼو ستونزو سره… — Pajhwok

DevelopingHealthغزني1 SourcesUpdated: 2026-09-14 10:39:28🎙 Listen to radio

غزني ښار (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۵): د غزني د ګیرو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دې ولسوالۍ ته غځېدلې عمومي لارې له ډېر خراب وضعیت سره مخ دي، د تګ راتګ پر مهال خلک له جدي ستونزو سره مخ کېږي او د ناروغانو د انتقال پر مهال د لارې اوږدوالی او خرابوالی د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي. د ګیرو ځینې قومي مشران وايي، دې ولسوالۍ ته له غزني څخه دوه ـ درې لارې غځېدلې دي، خو د سیمې د خلکو په خبره، ټولې په خراب وضعیت کې دي او د غزني تر مرکز پورې د سفر لپاره کله ناکله پنځه ـ شپږ ساعته وخت لګېږي. د ګیرو ولسوالۍ ځینې لرې پرتې سیمې د غزني ښار له مرکز څخه شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره واټن لري. د یادې ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي محمدنبي پژواک ته وویل، د لارې خرابوالی – په ځانګړي ډول د ناروغانو لپاره – لویه ستونزه ده. هغه وویل، د لارې د خرابوالي له امله له ګیرو څخه د غزني تر مرکز پورې سفر پنځه یا شپږ ساعته وخت نیسي او د ناروغانو د انتقال پر مهال هم جدي ستونزې رامنځته کېږي. د ده په وینا، په ځینو مواردو کې ناروغان تر روغتیايي مرکز پورې له رسېدو مخکې مړه شوي دي. د ده په وینا، د لارې په اوږدو کې په څو سیمو کې ژور رودونه هم شته…

Quick facts

Locationغزني
TopicHealth
Sources1
Updated2026-09-14 10:39:28

Timeline

  1. Pajhwok

    د غزني ګیرو ولسوالۍ ته غځېدلې لارې خرابوالي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-14 15:06:08

د غزني ګیرو ولسوالۍ ته غځېدلې لارې خرابوالي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button