EnglishHealthKabulافغانستان

د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیل په بریدونو کې څلورو… — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-20 04:03:15🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیل په بریدونو کې څلورو فلسطینیانو ژوند بایللی او یو شمېر نور ټپیان دي؛ د غزې د روغتیا وزارت د عمومي رییس زوی بصیر البرش هم په ژوند بایللو کسانو کې شامل دی. د فلسطین رسمي خبري اژانس (وفا) راپور ورکړی چې د غزې ښار ختیځ، د شجاعیې پر سیمه د اسرائیلو په برید کې یوه فلسطیني ژوند بایللی دی. د راپور له مخې، یوې فلسطینۍ نجلۍ هم د نصیرات کډوالو کمپ په شمال کې د اسرائیلو په ډزو کې تر ټپي کېدو وروسته ساه ورکړې. وفا زیاتوي چې د غزې په شمال کې د جبالیا کډوالو کمپ لوېدیځ لور ته د اسرائیل د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې یوه فلسطیني ځوان ژوند بایللی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. الجزیرې راپور ورکړی چې په دغه برید کې ژوند بایللی کس بصیر البرش، د غزې د روغتیا وزارت د عمومي رییس منیر البرش مشر زوی و. د راپور له مخې، په همدې برید کې یو بل کس هم سخت ټپي شوی دی. په یوه بله پېښه کې د اسرائیل یوې بې‌پیلوټه الوتکې د غزې ښار په شیخ رضوان سیمه کې یو ملکي موټر په نښه کړی دی. الجزیرې د غزې د ملکي دفاع ادارې له قوله راپور ورکړی چې په دغه…

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-09-20 04:03:15

Timeline

  1. Pajhwok

    د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیل په بریدونو کې څلورو فلسطینیانو ژوند بایللی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-20 08:32:46

د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیل په بریدونو کې څلورو فلسطینیانو ژوند بایللی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button