فیروزکوه (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د پژواک خبري اژانس له خوا د جام تاریخي منار د تخریب په اړه د پرلهپسې راپورونو تر خپرېدو وروسته، ځايي سرچینې وایي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د اغاخان فرهنګي بنسټ ګډ پلاوی د دغه تاریخي منار د بیارغونې چارو د پیل لپاره غور ولایت ته تللی دی. هغې ویډیو کې چې په ۱۳۹۸ کال کې د پژواک خبري اژانس ته رسېدلې وه، ښکارېدل چې سېلابونه د جام تاریخي منار ته زیان رسوي. سربېره پر دې، د غور اوسېدونکو په ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو کې هم د دغه تاریخي منار د تخریب د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د هغه د بیارغونې د چارو د ژر پیل غوښتنه یې کړې وه. د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو له مخې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د اغاخان فرهنګي بنسټ ګډ پلاوی د جام تاریخي منار د بدنې د بیارغونې چارو د پیل په موخه دغه ولایت ته تللی او نن (چهارشنبه) یې له دغه تاریخي مناره لیدنه کړې ده. د آقاخان فرهنګي بنسټ د ولایتي همغږۍ مسوول امانالله صاحبزاده د یاد منار د لیدنې پر مهال وویل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) په همغږۍ به د اغاخان فرهنګي بنسټ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د غور د جام تاریخي منار د بیارغونې چارې پیلېږي