Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري د معین مولوي قدرتالله جمال او د خپرونو چارو د معین مهاجر فراهي په شتون؛ د فتحې ورځې د نمانځنې په موخه د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې او روغتیایي شرکتونو د اتحادیو له مسئولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه. دغه غونډه د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې او روغتیايي شرکتونو د اتحادیو د مسئولینو د همغږۍ او همکارۍ د راجلبولو په موخه جوړه شوې، څو د زمري ۲۴مې (د فتحې ورځې) مراسم په شانداره توګه ترسره شي.د ناستې په پیل کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین، د زمري ۲۴مې پر اهمیت خبرې کړې او ویلي یې دي: "دا ورځ د افغانستان د خلکو د هغو قربانیو او سرښندنو پایله ده چې د هېواد د ۲۰ کلن اشغال پر مهال یې د امریکا او د هغه د متحدینو پر وړاندې ترسره کړې دي. مهاجر فراهي زیاته کړې چې د زمري ۲۴مه یوازې د حکومت د ویاړ ورځ نه، بلکې د ټولو افغانانو د ویاړ ورځ ده او له دې ورځې څخه په ښه توګه نمانځنه د ټولو هېوادوالو ملي او اسلامي مسئولیت دی."وروسته، د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو د اتحادیې رئیس احمدسیر رحیمي او د یو شمېر شرکتونو مسئولینو په خپلو خبرو کې ویلي دي چې د دغې ورځې په برکت په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی دی. هغوی د زمري ۲۴مه د افغانستان د خلکو د یووالي او پیوستون نښه بللې او ټینګار یې کړی چې د کورنیو سیلانیانو ترڅنګ باید بهرنیو سیلانیانو ته هم د دې تاریخي ورځې د ارزښت په اړه هر اړخیزه معلومات ورکړل شي.د ناستې په پای کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین، آزادي یو ستر الهي نعمت بللی او ویلي یې دي: "د زمري ۲۴مه (له اشغال څخه د افغانستان د خلاصون ورځ) د هېواد له مهمو تاریخي ورځو څخه ده." مولوي قدرتالله جمال زیاته کړې چې د هېواد د خپلواکۍ په ترلاسه کولو کې د افغانستان ټولو خلکو ونډه لرله او اوس هم د ټولو هېوادوالو مسؤلیت دی چې د شاندارو مراسمو په جوړولو سره له دې تاریخي ورځې څخه په ښه توګه نمانځنه وکړي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د فتحې ورځې نمانځنه؛ د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې له اتحادیو سره د همغږۍ ناسته وشوه
Sources
Afghan sources
د فتحې ورځې نمانځنه؛ د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې له اتحادیو سره د همغږۍ ناسته وشوه