HealthKabulافغانستاندری

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو… — AF International

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-24 11:27:18🎙 رادیو را بشنوید

د فرانسې او افغانستان د بشري حقونو یو شمیر بنسټونو د فرانسې له حکومته غوښتي، چې د افغانانو د ایستلو اسانولو په موخه له طالبانو سره خبرې اتری سملاسي ودروي کړي او د بشري حقونو په برخه کې خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته ژمن پاتې شي. د ملګرو ملتونو د روغتیا نړۍوال سازمان د وروستي راپور پر بنسټ د ۲۰۲۶کال د اکټوبر تر ۱۸مې پورې افغانستان کې د کوزڼ ۴۲ مثبتې پیښې ثبت شوې دي چې شپږ یې یوازې تېره اوونۍ ثبت شوې. د دغه سازمان د پولیو څار اوونیز راپور زیاتوي، چې د دغو پیښو له ډلې درې یې د کندهار په مرکز دوه د ننګرهار ولایت په ګوشتې او بټي کوټ او یوه بله پیښه د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې ثبت شوې ده. د راپور د معلوماتو پر بنسټ د دغه پېښو نښې د اګست میاشتې له ۲۵مې د سپټمبر تر ۹مې پورې څرګندې شوې وې.همداراز د روغتیا نړۍوال سازمان په همدغه راپور کې زیاته کړې، چې په خیبرپښتونخوا کې هم سږ کال د ګوزڼ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د راپور د معلوماتو له مخې له دې سره د افغانستان او پاکستان په ګډون د ختیځې مدیترانې په سیمه کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر ۴۸ ته رسېدلی دی.د راپور د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ ۲۱ او…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-24 11:27:18

خط زمانی

  1. AF International

    د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-24 10:50:22

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button