Economyافغانستاندریفراه

د فراه د ميل ۷۸ سړک د بیارغونې چارې د ايران هېواد له لوري پیل شوې

در حال تکمیلEconomyفراه1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-13 07:16:29🎙 رادیو را بشنوید

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د فراه ولایت د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کیلومتره برخې د بیارغونې چارې د ایران اسلامي جمهوریت له لوري، پیل شوې. د دغو چارو د پیل په مراسمو کې د فراه والي «ملا محمد حافظ مجاهد» د دې ولایت د ټولګټو چارو رئیس مولوي محمد ولي ادریس، سیمه‌ییزو مسؤلینو او قومي مشرانو ګډون کړی و. د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک دغه برخه تر دې وړاندې د ایران له لوري جوړه شوې وه، خو د وخت په تېرېدو تخریب شوې او اوس یې د بیارغونې چارې بیا پیل شوې دي. د سړک دغه برخه د شیخ ابونصر فراهي بندر له صفر نقطې څخه پیلېږي او د پشت‌کوه ولسوالۍ پورې غځېدلې ده. دغه سړک ۶۴ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰ متره سور(پلنوالی) لري. په دې پروژه کې د سړک د تخریب شویو برخو ترمیم او اسفالت اچول، او همدارنګه د هغه د اساسي ودانیو بیارغونه شامل دي. د میل ۷۸ یا ابونصر فراهي بندر سړک د هېواد له مهمو اقتصادي او ټرانزیټي لارو څخه ګڼل کېږي، چې افغانستان د فراه ولایت د ابونصر فراهي بندر له لارې له ایران سره نښلوي. د فراه یو شمېر اوسېدونکي چې له ډېرې مودې راهیسې د دغه سړک د بياځلي اسفالټ کېدو په تمه وو، اوس یې د بیارغونې چارو له پیل خوښي څرګندوي او وايي چې…

اطلاعات کوتاه

مکانفراه
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-13 07:16:29

خط زمانی

  1. Parstoday

    د فراه د ميل ۷۸ سړک د بیارغونې چارې د ايران هېواد له لوري پیل شوې

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-10-13 07:10:18

د فراه د ميل ۷۸ سړک د بیارغونې چارې د ايران هېواد له لوري پیل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button