Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) له مرستیال خلیل ابراهیم اکور سره نن په خپل کاري دفتر کې وکتل. په دې کتنه کې د دوه اړخیزو فرهنګي اړیکو او همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې.د باختر اطلاعاتي آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د کتنې په پیل کې د فرهنګ او هنر معین وویل: "د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې، تاریخي آبداتو د پالنې، هنرونو د ودې، د مکتوب فرهنګي میراث د خوندي کولو او د فرهنګي ارزښتونو د معرفي کولو په برخه کې مهم مسئولیت لري. موږ باور لرو چې د اسلامي نړۍ له فرهنګي بنسټونو او په ځانګړي ډول له اسلامي همکاریو سازمان سره همکاري، کولای شي په دې برخه کې مهمې پایلې ولري."شیخ عبدالرحمن طیبي زیاته کړه: "افغانستان د اسلامي تمدن په تاریخ کې ځانګړی ځای لري او بلخ، هرات، غزني، غور، کابل، کندهار او د هېواد نور تاریخي مرکزونه د علم، ادب، هنر او اسلامي تمدن له مهمو مرکزونو څخه پاتې شوې دي. زموږ په باور، د افغانستان فرهنګي میراث یوازې د افغانستان میراث نه دی؛ بلکې د اسلامي تمدن یوه مهمه برخه ده. له همدې امله، د دغه میراث ساتنه او معرفي کول؛ د اسلامي نړۍ د ګډ مسئولیت یوه برخه هم ګڼل کېدای شي چې د اسلامي همکاریو سازمان دې د دغه ګډ فرهنګي میراث په خوندي کولو، رغولو، نړۍ ته په ورپېژندلو کې رغنده ونډه واخلي."د شیخ طیبي په وینا، افغانستان او د اسلامي نړۍ هېوادونه ګډ تاریخي، علمي او فرهنګي ارزښتونه لري او د هغو ساتنه او معرفي کول، د راتلونکو نسلونو لپاره ګډه مسئولیت دی.هغه، د افغانستان له فرهنګي بنسټونو سره د همکاريو او اړیکو د پراختیا په لاره کې، د اسلامي همکاریو سازمان د هڅو مننه او دوام غوښتنه یې وکړه.د فرهنګ او هنر معین، همدا رنګه د تاریخي آبداتو د ساتنې او بیارغونې، د اسلامي هېوادونو له متخصصینو څخه د تجربو د انتقال لپاره د زمینې برابرولو، د مهمو تاریخي آبداتو د بیارغونې لپاره د ګډو پروژو د تطبیق، د تاریخي آبداتو د درې بُعدۍ او ډیجیټلي ثبت او مستندسازۍ، د تاریخي آبداتو، لرغونو ساحو، د خطي او موزیمي اثارو او تاریخي اسنادو د ډیجیټلي ثبت او ساتنې په برخه کې؛ له افغانستان سره د اسلامي همکاریو سازمان د عملي او تخنیکي همکاريو غوښتنه وکړه.شیخ عبدالرحمن طیبي، دغه راز د یاد سازمان له مرستیال څخه وغوښتل چې د مسلکي ظرفیت لوړولو او تخنیکي تجهیز او ډیجیټل کولو له لارې د ملي موزیم او ملي آرشیف د پیاوړتیا؛ د اسلامي همکاریو د غړیو هېوادونو د پوهنتونونو، موزیمونو، آرشیفونو او فرهنګي مرکزونو له خوا د لنډمهاله روزنیزو برنامو، تخصصي ورکشاپونو او علمي سفرونو برابرولو له لارې د افغان متخصصینو د ظرفیت لوړولو، نړیوالو ته د افغانستان د فرهنګ او هنر د پېژندلو، عربي او نورو اسلامي ژبو ته د افغانستان د مهمو ادبي، تاریخي او علمي او ورته مهال پښتو او دري ژبو ته د اسلامي نړۍ د مهمو علمي او فرهنګي اثارو د ژباړې او په کابل کې د "افغانستان او اسلامي تمدن" تر سرلیک لاندې نړیوال علمي او فرهنګي کنفراس په ترسره کولو کې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ملاتړ او همکاري وکړي.د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال هم د تاریخي آبداتو او فرهنګي میراثونو د ساتنې او بیارغولو په برخه کې؛ د افغانستان اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې دغه سازمان به د افغانستان له فرهنګي برخې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.هغه وویل چې په یادو برخو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړتیاوې او غوښتنې به د اسلامي همکاریو سازمان له مشرتابه سره شریکې کړې. د کتنې په پای کې، د ګډ فرهنګي پلاوي پر رامنځته کېدو او افغانستان ته د اسلامي همکاریو سازمان د فرهنګي چارو یو فني پلاوي پر سفر بحث وشو، څو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له اړوندو ریاستونو سره په ګډه، د افغانستان د فرهنګي اړتیاوو ارزونه او د راتلونکو همکاریو پلان جوړ کړي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د فرهنګ او هنر معین: د افغانستان فرهنګي میراث یوازې د افغانستان نه، بلکې د اسلامي تمدن یوه مهمه برخه ده
سرچینې
Afghan sources
د فرهنګ او هنر معین: د افغانستان فرهنګي میراث یوازې د افغانستان نه، بلکې د اسلامي تمدن یوه مهمه برخه ده