Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، هلمند کې د طاق بست او چاه بست تاریخي آبداتو د اساسي ترمیماتي چارو له بهیر څخه لیدنه کړې ده. د فرهنګ او هنر معین د دې لیدنې پر مهال، ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د تاریخي ساحو او آبداتو د تخریب، قاچاق او غصب د مخنیوي په برخه کې لازم اقدامات ترسره کوي او د هېواد د تاریخي او فرهنګي میراثونو ساتنه، خپله مهمه دنده ګڼي. همدارنګه، مسلکي پلاوي د پروژې د چارو د اغېزمن ترسره کولو په موخه لازمې لارښوونې کړې، څو د یادو آبداتو د ترمیم چارې د تخنیکي معیارونو او د تاریخي آبداتو د ترمیم د منل شویو اصولو سره سمې ترسره او تاریخي اصالت او ارزښتونه یې په ښه توګه وساتل شي.هېره دې نه وي چې د یادو تاریخي آبداتو د اساسي ترمیم چارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له بودجې څخه د ۱۴.۸ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې چې تر اوسه یې شاوخوا ۴۵ سلنه چارې ترسره شوې او تر دوو کلونو پورې به یې چارې بشپړې شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د فرهنګ او هنر معین د طاق بست او چاه بست تاریخي آبداتو څخه لیدنه وکړه
سرچینې
Afghan sources
د فرهنګ او هنر معین د طاق بست او چاه بست تاریخي آبداتو څخه لیدنه وکړه