DevelopmentKabulافغانستانپښتو

د فرهنګ او هنر معین: د لومړیتوبونو درک اړین او د ابادۍ لپاره… — Bakhtar

روان خبرDevelopmentKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-03 22:42:51🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، نن د شانتي مؤسسې له مسئولینو سره کتلي دي. په دې کتنه کې د شانتي مؤسسې مسئولینو، د دې مؤسسې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې شانتي مؤسسه د افغانستان په ولایتونو کې د عامه کتابتونونو د جوړولو او تجهیز په برخه کې فعالیت کوي، چې د مطالعې فرهنګ په پیاوړتیا او ماشومانو لپاره د کتابتونونو په جوړولو کې یې پوره هڅې ترسره کړې او اوسمهال په بېلابېلو ولایتونو کې د ماشومانو لپاره ګڼ شمېر عامه کتابتونونه فعال دي او سلګونه ماشومان ترې استفاده کوي. د یادې مؤسسې مسئولینو زیاته کړې چې د عامه کتابتونونو جوړولو په برخه کې د عامه کتابتونونو ریاست پوره همکاري کوي او په پام کې ده د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې د عامه کتابتون لپاره نوې معیاري ودانۍ جوړه شي چې په دې برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت همکاري خورا اړینه ده. ورته مهال، د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، ویلي چې د هېواد پرمختګ او د ولسونو علمي ظرفیت لوړول زموږ او ستاسو ګډ مسئولیت دی، په دې برخه کې باید لومړیتوبونه درک شي او په هغو ځایونو کې د علمي خدماتو وړاندې کولو زمینه برابره شي چې ډېره اړتیا یې وي او په دې برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پوره همکارۍ ته ژمن دی. شيخ طیبي زیاته کړې چې اوس تر بل هر وخت ښه د هېواد د ابادۍ او پرمختګ زمینه برابره شوې ده، نو ټولې ادارې او مؤسسې باید په دې برخه کې لا ډېر کار وکړي او خپله مالي او بشري قوه د هېواد په اساسي رغونه کې مصرف کړي. شانتي د جاپان اړوند مؤسسه ده چې په رضاکارانه ډول د ښوونیزو برخو سربېره، د عامه کتابتونونو د رغولو او تجهيز، له مهاجرینو سره د مرستو او له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخو کې هم فعالیت کوي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-11-03 22:42:51

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د فرهنګ او هنر معین: د لومړیتوبونو درک اړین او د ابادۍ لپاره ګډ کار مهم دی

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-03 12:38:48

د فرهنګ او هنر معین: د لومړیتوبونو درک اړین او د ابادۍ لپاره ګډ کار مهم دی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button