Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د کابل بالاحصار له تاریخي سیمې څخه لیدنه کړې ده. دا لیدنه د کابل بالاحصار په تاریخي سیمه کې د ترسره شویو فعالیتونو د ارزونې په موخه ترسره شوې ده.باختر اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې لیدنې پر مهال، د اغاخان فرهنګي بنسټ مسوولینو د بالاحصار د تاریخي مخینې، فرهنګي او تاریخي ارزښت، همدارنګه په یاده سیمه کې د ترسره شویو حفاظتي فعالیتونو او کیندنو په اړه معلومات ورکړي دي.دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین په خپلو خبرو کې، د بالاحصار د ساتنې او په دې سیمه کې د کیندنو په برخه کې د اغاخان فرهنګي بنسټ د فعالیتونو ستاینه کړې او د دغې تاریخي سیمې د معرفي او مستندسازۍ پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.هغه د یاد بنسټ له کارکوونکو څخه غوښتي چې د کابل بالاحصار اړوند کره تاریخچه، انځورونه او مستند معلومات راټول او د مجلې یا بروشور په بڼه یې ترتیب او د خپرولو لپاره چمتو کړي، څو د خلکو او مینه والو کسانو لپاره د دې تاریخي او فرهنګي سیمې د لا ښې پیژندنې زمینه برابره شي.هېره دې نه وي چې د کابل له بالاحصار تاریخي سیمې څخه د لیدنې پر مهال؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاریخي ابداتو د ساتنې او بیارغونې رئیس انجنیر محمد حسیب نسیمي، د لرغون پېژندنې رئیس مولوي سید ذبیحالله سادات، د ملي موزیم رئیس مولوي صبغتالله عابد، د ملي ارشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف او د ترنم او ترانو رئیس مولوي امینالله مستغفر؛ د فرهنګ او هنر د معین ملتیا کوله.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د فرهنګ او هنر معین د کابل له بالاحصار تاریخي سیمې څخه لیدنه وکړه
سرچینې
Afghan sources
د فرهنګ او هنر معین د کابل له بالاحصار تاریخي سیمې څخه لیدنه وکړه