EnglishKabulPoliticsافغانستان

د فرهنګ او هنر معین په کابل کې د «تيکا» مؤسسې له رئیس… — Bakhtar

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-06 17:52:53🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، په کابل کې د (TIKA) مؤسسې له رئیس میکائیل تاش سره په کتنه کې؛ د بېلابېلو فرهنګي پروژو په اړه خبرې کړې دي. باختر اطلاعاتي اژانس ته په رارسېدلې خپرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د تيکا مؤسسې رئیس، د خپلو فعالیتونو او ترسره کېدونکو چارو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې د یادې مؤسسې له خوا د خواجه بهاوالدین مدرسې او د هغې په څنګ کې د یوه جامع جومات د جوړولو چارې روانې دي. دغه راز د فرهنګ او هنر معین، د فرهنګي او ټولنیزو خدمتونو د ترسره کولو په خاطر، له (TIKA) مؤسسې څخه قدرداني کړې ده او د عامه کتابتونونو رياست د تالار جوړولو او له ملي آرشیف سره د همکاري او فرهنګي خدمتونو د پراختیا په اړه يې خبرې کړې دي. شیخ عبدالرحمن طیبي، د یادو پروژو د بشپړولو، د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې ترڅنګ، د ملي آرشیف، کتابتونونو، تاریخي آبداتو، لرغونپوهنې او نورو مسلکي څانګو، د افغانستان په دننه کې د ظرفیت لوړونې او د خواجه بهاوالدین ولد خانقاء تاریخي آبدې د رغونې په برخه کې هم د همکارۍ غوښتنه کړې ده. د (TIKA) مؤسسې رئیس ډاډ ورکړی چې خواجه بهاوالدین مدرسې تر بشپړېدو وروسته به د خواجه بهاوالدین خانقاء هم ورغول شي او له ترکیې څخه به مسلکي کسان د یادو مسلکي څانګو د ظرفیت لوړونې په برخه کې همکارۍ ته راشي. د کتنې په پای کې، د هېواد د تاریخي آبداتو پر ساتنې او ترمیم، د کلتوري میراثونو پر خوندي کولو او په راتلونکي کې د اړوندو برخو ترمنځ د دوامداره او لا زیاتو همکاریو پر دوام ټینګار شوی دی.

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-10-06 17:52:53

Timeline

  1. Bakhtar

    د فرهنګ او هنر معین په کابل کې د «تيکا» مؤسسې له رئیس سره وکتل

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-06 13:10:19

د فرهنګ او هنر معین په کابل کې د «تيکا» مؤسسې له رئیس سره وکتل

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button