افغانستانامنیتدریکاپیسا

د فرهنګ او هنر معین په کاپیسا کې د تورو جلغوزو په دودیزه… — Bakhtar

در حال تکمیلSecurityکاپیسا1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-21 16:27:06🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د کاپیسا په اله‌ سای ولسوالۍ کې د تورو جلغوزو په دودیزه جشنواره کې ګډون کړی دی. دغه جشنواره د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ترسره شوې چې امارتي مسئولينو، شاعرانو او فرهنګيانو پکې ګډون کړی و او موخه يې د سیمه‌ییزو محصولاتو پېژندنه او بازارموندنه ده. په ياده جشنواره کې د فرهنګ او هنر معين ویلي دي: "د خوښۍ ځای دی چې نن د اله ‌سای ولسوالۍ له شاعرانو او لیکوالانو سره په یوه فرهنګي غونډه کې ګډون کوم. دا ولسوالۍ لکه څنګه چې د شل کلن جهاد په دوره کې د مجاهدت مرکز و؛ لله الحمد نن په فرهنګي برخه کې هم لوړ مقام او پراخ فعالیت لري." هغه زیاته کړې چې ولس ته خدمت کول، د اسلامي امارت يوه تلپاتې هیله ده. نورو ویناوالو هم، د سیمه‌ییزو محصولاتو د پېژندنې، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا او د تورو جلغوزو لپاره د بازارموندنې په اړه خبرې کړې دي. د اله‌سای ولسوالۍ اوسېدونکو د يادې جشنوارې د جوړېدو د هرکلي ترڅنګ، د افغانستان اسلامي امارت له مسئولینو څخه غوښتي چې د تورو جلغوزو د راټولولو بهیر په عصري ډول تنظیم کړي، څو له یوې خوا د جلغوزو ونو د زیانمنېدو مخه ونیول شي او له بلې خوا د دغه محصول کیفیت او اقتصادي ارزښت لا لوړ شي. تر دې وړاندې هم د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د بولغین د توتو او د کوهستان د دویمې حصې د بریاني جوارو په اړه فرهنګي برنامې ترسره شوې وې.

اطلاعات کوتاه

مکانکاپیسا
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-21 16:27:06

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د فرهنګ او هنر معین په کاپیسا کې د تورو جلغوزو په دودیزه جشنواره کې ګډون وکړ

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-21 14:31:14

د فرهنګ او هنر معین په کاپیسا کې د تورو جلغوزو په دودیزه جشنواره کې ګډون وکړ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button