Summary: د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د شنبې په ورځ د افغان مهاجرینو ۵۵۷ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د چنګاښ په ۲۰مه نېټه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۵۱۴ کورنۍ، د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۴۰ کورنۍ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۳ کورنۍ افغان مهاجرین خپل هېواد ته راستانه شوي دي.د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ وړمه ورځ همدارنګه په تورخم کې له ۴۹۷ کورنیو، سپین بولدک کې له ۴۰ کورنۍو، هرات کې له ۳ کورنیو او کابل کې له ۱۵۰ کورنیو سره مرسته هم شوې ده.د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې په یاده نېټه ټولټال ۲۸۶۴ مهاجرين خپل هېواد ته راستانه شوي دي.راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی او ټول ټال ورته ۶۰۸ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
پرون د افغان مهاجرینو نږدې ۶۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي