EnglishKabulSportsافغانستان

د فوټبال نړۍوال جام؛ مراکش او فرانسه د اتو غوره لوبډلو پړاو ته… — Pajhwok

DevelopingSportsKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-05 05:14:19🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۴چنګاښ ۱۴۰۵): د مراکش او فرانسې ملي لوبډلو د فوټبال ۲۰۲۶ نړۍوال جام د ۱۶غوره لوبډلو پړاو سیالیو کې خپلو سیالانو ته له ماتې ورکولو وروسته د دغو سیالیو د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار ومونده. د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربه‌توب روانې دي. د راپورونو له مخې، د فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې تېره شپه د مراکش او کاناډا، د فرانسې او پراګوای لوبډلو ترمنځ لوبې وشوې. په یادو سیالیو کې یوه لوبه د فرانسې او پاراګوای لوبډلو ترمنځ د امریکا د فیلاډلفیا فوټبال لوبغالي کې ترسره شوه چې یو پر صفر فرانسې وګټله او په دغو سیالیو کې د اتو غوره لوبډلو «کوارټر فاینل» ته لار پیدا کړه. د فرانسې لوبډلې د بریا لپاره یوازېنې ګول کېلیان امباپه د لوبې په ۷۰مه دقیقه کې د پنالټۍ له لارې ترلاسه کړ. د فوټبال نړی‌وال جام سیالیو کې بله لوبه د مراکش او کاناډا ملي لوبډلو ترمنځ د امریکا متحده ایالتونو په هاسټن لوبغالي کې ترسره شوه چې ۳ پر صفر مراکش وګټله او په دغو سیالیو کې یې د ۸ غوره لوبډلو «کوارټر فاینل» ته یې لار ومونده. د مراکش لوبډلې لپاره عزالدین اوناحي د لوبې په ۵۳مه دقیقه لومړۍ او په ۸۲مه دقیقه کې دویم ګول وواهه، دغه راز سفیان رحیمي د ۹۰+۷ د اضافي وخت په اوومه…

Quick facts

LocationKabul
TopicSports
Sources1
Updated2026-07-05 05:14:19

Timeline

  1. Pajhwok

    د فوټبال نړۍوال جام؛ مراکش او فرانسه د اتو غوره لوبډلو پړاو ته ووتل

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-05 09:44:10

د فوټبال نړۍوال جام؛ مراکش او فرانسه د اتو غوره لوبډلو پړاو ته ووتل

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button