د بدخشان د مرکز فیضاباد سیمه ییزې سرچینې او اوسېدونکي وایي، طالبانو د خپلو مخالفو ډلو د بریدونو له زیاتېدو وروسته، پر ښار د بېپيلوټه الوتکو ګزمې زیاتې کړې دي. د فیضاباد اوسېدونکي وایي، بېپيلوټه الوتکې شپه او ورځ د ښار پر بېلابېلو برخو ګزمې کوي. د ترکیې د استخباراتو د ادارې مشر ابراهیم کالین او د قطر د ملي امنیت د شورا مرستیال حمد بن خمیس الکوبیسي تېره اونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو افغانستان ته په جلا جلا سفرونو کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره د لیدنې پرمهال د سیمې د پرمختګونو او امنیتي مسایلو په اړه خبرې اوکړي. عبدالمتین قانع العربیه ته وویل، چې د ایران وضعیت د دغو لیدنو یو له اصلي محورونو څخه و. قانع زیاته کړې، چې په ایران کې د وضعیت خرابېدل د سیمې پر هېوادونو، په ځانګړې توګه پر افغانستان، قطر او ترکیه اغېز کولی شي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه وویل، چې دواړو لوریو د سیمې د امنیت او ثبات د تامین لپاره پر ګډې همکارۍ، په ځانګړې توګه د ترورېزم او د نشه يي توکو د قاچاق په وړاندې مبارزه باندې ټینګار وکړ. له پاکستان سره د کړکېچ په اړه خبرې اترېقانع وویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې او کړکېچونه هم د دغو لیدنو له مهمو موضوعاتو څخه وو او لوریو د…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د فیضاباد اوسېدونکي: د کورونو پر سر د بېپيلوټه الوتکو دوامداره الوتنو اندېښمن کړي يو
Sources
Afghan sources
د فیضاباد اوسېدونکي: د کورونو پر سر د بېپيلوټه الوتکو دوامداره الوتنو اندېښمن کړي يو