د قرغزستان ولسمشر په باکو کې د سیکا په اوومه غونډه کې ټینګار وکړ، چې افغانستان د اسیا د امنیت او همکارۍ یوه مهمه برخه ده. هغه وویل، چې په افغانستان کې د تلپاتې ثبات ټینګښت یوازې د خبرو اترو او همغږو نړۍوالو اقداماتو له لارې شونی دی. د راپور له مخې، د افغانستان د وګړو ۳۸ سلنه برخه به په دغه موده کې د خوړو د نه خوندیتوب د درېیم او څلورم پړاو له ستونزو سره مخ وي چې له دې ډلې به پنځه مېلیونه کسان د بېړني وضعیت په څلورم پړاو کې وي.راپور چې (د تلې ۲۳مه) خپور شوی زیاتوي، چې د خوړو د نه خوندیتوب وضعیت د تېرکال د ورته مودې پرتله کړکېچن شوی او اوس شاوخوا ۱۵.۹ مېلیونه کسان له دغه ستونزې سره مخ دي.د راپور له مخې، بېوزلي، بېکاري، د خلکو د پېرلو کمزوری ځواک، د خوراکي توکو او کرنیزو توکو د بیو لوړېدل، له پاکستان سره د سوداګرۍ ګډوډي او له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو پراخې ستنېدنې د خلکو پر ژوند او اقتصادي وضعیت فشار زیات کړی دی.راپور کاږي، د ژمي په سوړ موسم کې د کرنیزو فعالیتونو او ورځني کار د فرصتونو کمښت به د خلکو د عاید کچه نوره هم راټیټه کړي. اټکل کېږي، چې په اوو ولایتونو کې به خلک د خوړو د نه خوندیتوب له بېړني وضعیت…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د قرغزستان ولسمشر: د افغانستان ثبات د خبرو اترو له لارې شونی دی
سرچینې
Afghan sources
د قرغزستان ولسمشر: د افغانستان ثبات د خبرو اترو له لارې شونی دی