د افغانستان د لومړني ستور مزلي ارواښاد عبدالاحد مومند کورنۍ پرېکړه کړې چې د نوموړي جنازه له المان څخه هېواد ته ولېږدوي. ارواښاد مومند تېره اونۍ (د جون پر ۲۲مه) د المان په یوه روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د مومند کورنۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا ګام یې د افغان ولس غوښتنې ته د درناوي او د هېواد د ملي ارزښتونو د پاسدارۍ په خاطر پورته کړی دی. په خبرپاڼه کې راغلي: «افغانستان د هغه اصلي ټاټوبی و او د هغه وروستی آرامځای به هم په همدې خاوره کې وي.» که څه هم د ارواښاد مومند په مړینه ګڼو افغان مشرانو او عامو وګړو ژوره خواشیني ښودلې وه، خو د طالبانو حکومت د یوې اونۍ په تېرېدو سره لا هم پدې اړه هېڅ رسمي غبرګون ندی څرګند کړی. د ستورمزلي کورنۍ تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي چې ایا هېواد ته د جنازې د لېږدولو په پروسه کې د کابل له اوسني حکومت سره کومه همغږي یا د همکاریو ډاډ ترلاسه شوی که نه. عبدالاحد مومند د ۱۹۵۹ ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې زېږېدلی و. هغه په هوایي سکټور کې تر مسلکي زدهکړو وروسته، په ۱۹۸۸ ز کال کې د پخواني شوروي اتحاد په همکارۍ د «سویوز ټي ام-۶»…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Amu TV
د لومړني افغان ستور مزلي جنازه خپل هیواد ته وړل کیږي | آمو ټلویزیون
منابع
Afghan sources
د لومړني افغان ستور مزلي جنازه خپل هیواد ته وړل کیږي | آمو ټلویزیون