Summary: د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ازموینو عمومي ادارې په همکارۍ د لومړي ځل لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځانګړو زدهکړو مرکزونو د زدهکوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره کړه. د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې پروګرام کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه نږدې ۱۲۰ تنه د اورېدنې او لید معلولیت لرونکو زدهکوونکو ګډون کړی و.د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې دا د علم او پوهې د ملاتړ په برخه کې د اسلامي نظام لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده، چې د افغانستان د کانکور په تاریخ کې یې بېلګه نه ده لیدل شوې.د يادې ادارې رئیس مولوي غلام حیدر شهامت د ځانګړې کانکور ازموینې له ګډونوالو سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، څو د ټولنې ټولو قشرونو ته ګټور خدمات وړاندې کړي.ورته مهال د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د زدهکوونکو او محصلینو چارو رئیس استاد رفیعالله حبیبي ويلي چې د نورو مسوولیتونو ترڅنګ، په هېواد کې د اورېدنې او لید معلولیت لرونکو کسانو لپاره د ځانګړو زدهکړو د زمینې برابرول د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له اساسي دندو څخه دي.د نوموړي په وينا په تېرو پنځو کلونو کې په هېواد کې د ځانګړو زدهکړو مرکزونه له ۱۶ مرکزونو څخه ۳۶ مرکزونو ته پراخ شوي دي.د یادونې وړ ده، چې د ځانګړې کانکور ازموینې ګډونوالو د هم د دې پروګرام د ترسره کېدو له امله خوښي څرګنده کړې او په دې اړه ترسره شوې هڅې يې ستايلې دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د لومړي ځل لپاره د اورېدنې او لید معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره شوه
سرچینې
Afghan sources
د لومړي ځل لپاره د اورېدنې او لید معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره شوه