پلعلم (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د لوګر ولایت سیمهییز چارواکي وایي، د لوګر د ازرې او د ننګرهار د حصارک ولسوالیو د اوسېدونکو ترمنځ د پولې د حدودو پر سر رامنځته شوې ۴۰ کلنه شخړه د اسلامي امارت د یوه لوړپوړي پلاوي، علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب هواره شوې ده. د چارواکو په خبره، دې هوکړې ته د رسېدو لپاره د ازرې او حصارک ولسوالیو له پولې سره ګډه ناسته ترسره شوه. په ناسته کې د لوګر مرستیال والي، د ننګرهار والي، د کورنیو چارو وزارت د تخنیکي پلاوي غړو، ولسوالانو، د اړوندو ادارو مسوولینو، علماوو او قومي مشرانو ګډون کړی و. د لوګر د مرستیال والي مولوي انعامالله «صلاحالدین» په وینا، یاده شخړه د تخنیکي ارزونو، تاریخي اسنادو او مسلکي سروېګانو پر بنسټ په عادلانه او دایمي ډول حل شوې ده. هغه وویل، د دې شخړې هوارېدل د ملي یووالي د پیاوړتیا، د امنیت د ټینګښت او د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ د همغږۍ او ورورولۍ د پراختیا لپاره مهم ګام ګڼل کېږي. صلاحالدین زیاته کړه چې د دواړو ولسوالیو ترمنځ جغرافیایي حدود د تخنیکي او مسلکي ارزونو له مخې په روښانه ډول تثبیت شوي، څو په راتلونکې کې د مالدارانو، کروندګرو او نورو اوسېدونکو ترمنځ پر پوله د اختلافاتو او شخړو مخه ونیول شي. د لوګر مرستیال والي د ننګرهار د سیمهییزو چارواکو او د دواړو ولسوالیو…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د لوګر د ازرې او ننګرهار د حصارک ولسوالیو د پولې پر سر د خلکو ترمنځ ۴۰ کلنه لانجه هواره شوه
Sources
Afghan sources
د لوګر د ازرې او ننګرهار د حصارک ولسوالیو د پولې پر سر د خلکو ترمنځ ۴۰ کلنه لانجه هواره شوه