EnglishPoliticsافغانستانلوګر

د لوګر له بندخونې څخه لسګونه بندیان ازاد شول — Bakhtar

DevelopingPoliticsلوګر1 SourcesUpdated: 2026-08-16 11:18:44🎙 Listen to radio

Summary: د فتحې پنځمې کالیزې په مناسبت د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د شفقت او د سترې محکمې د حکم له مخې، د لوګر له بند خونې څخه د ۲ تنو ښځینه وو په ګډون ۳۸ تنه زندانیان ازاد او ۴۲ تنو نورو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو. د یاد ولایت د استیناف محکمې رئیس شیخ محمد ګلاب فاروقي له ازاد شویو هېوادوالو غوښتي، چې نور له خپلو کورنیو سره عادي ژوند وکړي او له جرمونو لاس واخلي.د لوګر د زندانونو چارو د تنظیم امر مولوي حمیدالله حیدري باختر اژانس ته ویلي، چې اوس مهال په دغه بند خونه کې شاوخوا ۲۵۹ تنه بندیان د بېلابېلو جرمونو له امله د بند شپې او ورځې تېروي، چې ۱۳ تنه په کې ښځینه بندیانې شاملې دي.دغه راز له بندخونې ازاد شویو کسانو د اسلامي امارت د مسوولینو له دې پېرزوینې مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې کورونو ته په ورګرځېدو سره سم به د هېواد خدمت برخه کې خپلې مټې را ونغاړي.

Quick facts

Locationلوګر
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-08-16 11:18:44

Timeline

  1. Bakhtar

    د لوګر له بندخونې څخه لسګونه بندیان ازاد شول

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-16 10:55:59

د لوګر له بندخونې څخه لسګونه بندیان ازاد شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button