DiplomacyEnglishافغانستانلوګر

د لوګر موزیم ته څلور لرغوني اثار وسپارل شول — Pajhwok

DevelopingDiplomacyلوګر1 SourcesUpdated: 2026-09-21 06:23:57🎙 Listen to radio

پل‌علم (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۵): د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې د لوګر دوو اوسېدونکو د دغه ولایت موزیم ته د اسلامي دورې اړوند څلور لرغوني اثار سپارلي دي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لوګر د موزیم د مدیر محمدامین ناصري له قوله پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد اثار د اسلامي دورې اړوند دي او له پخې خټې جوړ شوي دي. سرچینې زیاته کړې ده چې د دغو تاریخي اثارو سپارل د هېواد د لرغوني فرهنګي میراث د ساتنې او تاریخي اثارو خونديتوب برخه کې مهم ارزښت لري. خبرپاڼه کاږي چې اوس‌مهال د لوګر په موزیم کې شاوخوا ۲۰۰ تاریخي اثار او لاسي صنایع ساتل کېږي.

Quick facts

Locationلوګر
TopicDiplomacy
Sources1
Updated2026-09-21 06:23:57

Timeline

  1. Pajhwok

    د لوګر موزیم ته څلور لرغوني اثار وسپارل شول

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-21 10:52:03

د لوګر موزیم ته څلور لرغوني اثار وسپارل شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button