پلعلم (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۵): د لوګر ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د نږدې ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د یو کیلومتر په اوږدوالي یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې. د پلعلم ښاروال مولوي محمدشاکر ثاقب نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، یاد سړک – چې یو کیلومتر اوږدوالی او شل متره سور لري – د پلعلم ښار د لومړۍ حوزې مربوطاتو کې د نایب امینالله خان له روغتونه تر تخنیکي لېسې پورې په اساسي او معیاري ډول جوړېږي. هغه وویل چې د یاد سړک جوړولو پروژه د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې تمویلېږي او د ښاري زیربناوو د پیاوړتیا په موخه پلې کېږي. د هغه په خبره چې د یاد سړک جوړولو چارې به په راتلونکو شپږو میاشتو کې بشپړې شي او په بشپړېدو به یې د سیمې شاوخوا ۱۵۰۰ کورنیو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي. بلخوا، د لوګر مرستیال والي مولوي انعامالله د پروژې د پرانیستې پر مهال وویل، دا مهال په لوګر ولایت کې د ۳۵ بنسټیزو پراختیايي پروژو چارې روانې دي چې په بشپړېدو سره به یې د خلکو لپاره د عامه خدمتونو کچه لوړه او بنسټیزې اسانتیاوې پراخې شي. د نوموړي په خبره، د دغو پروژو پلې کېدل د ښاري پراختیا، اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند د شرایطو د ښهوالي لپاره مهم ګام بلل کېږي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د لوګر په مرکز پلعمل کې د نږدې ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې
منابع
Afghan sources
د لوګر په مرکز پلعمل کې د نږدې ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې