Englishافغانستانامنیت

د متحده عربي اماراتو مشرانو طالبانو ته د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې… — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-08-19 17:01:02🎙 Listen to radio

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد یو شمېر مشرانو د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د طالبانو مشرانو ته د مبارکۍ پیغامونه استولي دي. د اګست ۱۹مه هرکال د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ورځې په توګه نمانځل کېږي. په داسې حال کې چې طالبان د جګړې پای او امنیت د خپلې واکمنۍ له مهمو لاسته راوړنو بولي، د ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار، تګ راتګ او عامه ژوند محدودیتونه، د بیان د ازادۍ او سیاسي مشارکت نشتوالی د دې پوښتنې زمینه برابروي چې د یوه هېواد خپلواکي یوازې له بهرني ځواک څخه خلاصون دی، که د وګړو د برخلیک ټاکلو حق هم د هغې برخه دی؟ دا پوښتنه په ځانګړي ډول د افغانستان د ښځو او نجونو د ژوند په اړه درنه ده. د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته، افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو او ښځې له پوهنتوني زده‌کړو منع دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۲،۴ میلیونه افغانې نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومې دي. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوه تازه ارزونه کې ویلي چې شاوخوا نیمایي افغانې ښځې اوس یوازې په میاشت کې یو یا دوه ځله له کوره وځي. د دې ادارې د موندنو…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-19 17:01:02

Timeline

  1. AF International

    د متحده عربي اماراتو مشرانو طالبانو ته د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې مبارکي وویله

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-19 12:29:03

د متحده عربي اماراتو مشرانو طالبانو ته د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې مبارکي وویله

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button