Summary: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ملا عبدالاحد فضلي د افغان بیسیم، اتصالات، روشن او اټوما مخابراتي شبکو له استازو سره د مخابراتي سکټور پر زیربناء، کیفیت او لرې پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. ياد وزارت په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې ښاغلي فضلي په دغه کتنه کې د سکټور پر ارزښت او افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو په اوسني وضعیت خبرې کړې دي. هغه د مخابراتي سکټور په برخه کې په شته ستونزو او همداراز لرې پرتو سیمو کې د کیفیت په ښه والي خبرې کړې او ډاډ یې څرګند کړی، چې د سکټور د لا پرمختګ او ښه والي لپاره به خپلو هلو ځلو او هڅو ته دوام ورکوي. د نوموړي په وینا اوس مهال د هېواد ډېری خلک له مخابراتي اسانتياو ګټه پورته کوي. په دغه ناسته کې د مخابراتي شبکو استازو ويلي؛ چې دوی هم خپلو هغو ت کړو ژمنو ولاړ دي، چې په اساس یې افغانانو ته غوره مخابراتي چوپړتیاوې وړاندې کړي. د مخابراتي شرکتونو استازو همدا راز د هېواد په مختلفو سیمو کې د کیفیت ښه والي او لرې پرتو سیمو د پوښښ په موخه د زیربناء په پیاوړتیا ټینګار کړی، چې د وزارت د رهبرۍ له لوري ورته په ټولو قانوني چارو کې د هر راز او هر وخت د همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر د مخابراتي شبکو له استازو سره د مخابراتي خدمتونو دپراختیا په اړه خبرې کړي
Sources
Afghan sources
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر د مخابراتي شبکو له استازو سره د مخابراتي خدمتونو دپراختیا په اړه خبرې کړي